اقتصادمهم خبرونه

د پاکستان سوداګرۍ خونه د افغانستان سره د پولو د خلاصولو غوښتنه کړې

د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پیلېدو او د پولي لارو د سمدستي خلاصېدو غوښتنه کړې ده. دې ادارې په یو لیک کې خبرداری ورکړی چې د دغو لارو تړلي پاتې کېدل به سوداګریز سکتور د اقتصادي بحران له یوې لویې ګواښ سره مخ کړي.

د دغې خونې مشر جنید مقدا، د پاکستان سوداګرۍ وزارت، فدرالي عوایدو ادارې، او اړوندو ادارو ته په یوه لیک کې له اسلام‌اباد څخه غوښتي چې د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د حل لپاره عاجل ګامونه پورته کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د پولو اوږدمهاله بند پاتې کېدل، په ځانګړي ډول د تورخم، چمن او غلام‌خان په دروازو کې، د کالا وړونکو زرګونه کانتینرونو د درېدلو لامل شوي چې اوس د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې دي.

د ښاغلي مقدا په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ احتمالي ارزښت په کال کې تر پنځو میلیارده ډالرو زیات دی، خو د پولي لارو د پرلپسې بندېدو له امله اوس دا اندازه تر یو میلیارده ډالرو کمه شوې. هغه زیاتوي چې د سوداګریزو کاروانونو د ځنډ له امله، سوداګرو، ترانسپورتي شرکتونو او موټرچلوونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي، آن تر دې چې ډېر سوداګر هره ورځ د هر ټرک د درېدو له امله شاوخوا ۲۰۰ ډالر زیان ګالي.

د دې لیک له مخې، روان وضعیت د سوداګریزو توکو سلګونه موټرونه چې افغان واردوونکي‌یې تمویلوي، بند ساتلي او له ګڼو مالي او عملیاتي ستونزو سره مخ کړي دي. ګډې سوداګرۍ خونه وویل، که څه هم د پاکستان د امنیتي اندېښنو درناوی کوي، خو پر سوداګرو او کسبه‌کارانو د اقتصادي زیان سترګې پټول ممکن نه دي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره لا هم د پولو د ثبات او امنیت لپاره کوم روڼ او مؤثر ميکانيزم نه دی وړاندې کړی، او د دې ډلې رول د پاکستان سره په وروستیو ترینګلتیاوو کې د سوداګرۍ پر بندېدو او د زرګونو افغان کورنیو پر معیشت مستقیم اغېز کړی دی. شنونکي وايي، د طالبانو له خوا د ناسمو او غیرمسؤلانه سیاستونو دوام، افغانستان د سیمې له اقتصادي اړیکو څخه منزوي کوي.

سره له دې چې د سوداګرۍ ادارو له خوا پرله‌پسې غوښتنې شوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پولي لارې به تر بلې خبرتیا پورې بندې پاتې شي. د دې وزارت ویاند ویلي چې د پاکستاني اتباعو امنیت د اسلام‌اباد لومړیتوب دی، که څه هم دا نه ده روښانه چې دا وضعیت به تر کله دوام وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button