اسرائیلي پوځ د اندروید موبایلونو استعمال افسرانو ته بند کړ

اسرائیلي پوځ د خپلو داخلي امنیتي څېړنو له پایلو وروسته، یو شمېر لوړپوړو افسرانو ته د اندروید موبایلونو کارول بند کړي دي. دا محدودیت خاصتاً هغو افسرانو ته تطبیق شوی چې رتبه یې تر لیفټننټ کرنل پورته وي.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د اکتوبر اوومې پېښې (عملیات) له ارزونو وروسته عملي شوې؛ هغه پېښه چې د اسرائیلي پوځ امنیتي کمزورۍ څرګندې کړې او د سایبري نفوذ په اړه اندېښنې یې نورې هم زیاتې کړې. د اسرائیلي پوځ رادیو وایي، د دې بندیز موخه د پوځ د اطلاعاتي مصونیت لوړول دي.
تر دې وړاندې، یوازې لوړ پوړي افسران پر کاري موخو د آیفون موبایلونو د کارونې اجازه لرله. اسرائیلي پوځ باور لري چې د آیاواس (iOS) سیستم د امنیت له پلوه د اندروید پرتله خوندي دی، له همدې امله یې د پوځ لپاره د اندروید موبایلونو کارونه محدوده کړې ده.
نوې پرېکړه چې دغه بندیز نور سلګونه افسرانو ته هم غځوي، دا څرګندوي چې د اسرائیلي پوځ تخنیکي او استخباراتي سیستم د سایبري ګواښونو او معلوماتو د نفوذ پر وړاندې زیاته شکننده دی. په همدې حال کې، طالبان چې پخپله د معلوماتو د ناسمو استفادو او امنیتي روڼتیا د نشتوالي تاریخ لري، لا هم له ټیټو سایبري امنیتي معیارونو سره مخ دي؛ چې دا ستونزه د سیمې امنیتي او نظامي ادارو کمزورتیا نوره هم زیاتوي.




