مهم خبرونهنړیوال

ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د کمولو لپاره د سیمه‌ییزې ناستې احتمال ارزوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې دا هېواد د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د کمولو لپاره د یوې سیمه‌ییزې ناستې د جوړېدو احتمال ارزوي.

ښاغلي عراقچي د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۲۵مه، خبریالانو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ثبات لپاره ديپلوماټي اړیکې پیل شوي او تهران هیله لري چې دا هڅې عملي پایلې ولري. هغه زیاته کړه: “موږ له اړوندو لورو سره تلیفوني اړیکې نیولي او هڅه کوو چې د یوې سیمه‌ییزې ناستې زمینه برابره کړو.”

هغه د یادې ناستې د دقیق وخت او ځای په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې د ایران ديپلوماټیک اقدامات په همدې لړ کې دوام لري.

راپورونه وايي، عراقچي په تیرو ورځو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تلیفوني تماسونه نیولي، او د شخړو د سوله‌ ییز حل پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

همداراز نوموړي د قطر، ترکیې او روسیې له ديپلوماټي چارواکو سره هم د دې کړکیچ په اړه خبرې کړي دي. دا هڅې وروسته له هغې پیل شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړتیا لپاره د قطر او ترکیې هڅې بې‌نتیجې پاتې شوې.

د طالبانو اداره، چې نړیوال مشروعیت نه لري، په ورستیو میاشتو کې له پاکستان سره د پولو او امنیت په برخو کې شخړو کې ښکېله شوې، چې دا تاوتریخوالي د سیمې په کچه اندېښنې زیاتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button