ټولنه‌یزمهم خبرونه

طالبانو په بامیان کې د بند امیر د خوندي ساتلو لپاره د نوي پلان جوړېدو خبر ورکړی

په هغه ناسته کې چې د طالبانو له خوا په بامیان ولایت کې ټاکل شوي والي مولوي عبدالله سرحدي په مشري ترسره شوه، د بند امیر ملي پارک د اصولي ساتنې لپاره د یوه همغږي مدیریت پلان پر جوړېدو بحث وشو.

سرحدي په دې غونډه کې څرګنده کړه چې دا طبیعي او بې‌سارې سیمه د طالبانو تر ادارې لاندې ادارو او سیمه‌ییزو ټولنو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي غوښتنه وکړه چې د دغه پارک د ساتنې لپاره دې یو څرګند او عملي پلان پلي شي.

نوموړي زیاته کړه چې د سیمه‌ییزو استازو سره د مشورې لپاره یو کاري پلاوی استول او د پلان وروستۍ نهایي کول هم له لومړیتوبونو څخه دي.

بلخوا د چاپېریال ساتنې کارپوهانو څو وارې د طالبانو د ادارې د عمل او ظرفیت په اړه د طبیعي سرچینو د مؤثرې ساتنې په برخه کې جدي اندېښنې څرګندې کړې دي.

په دې ناسته کې د کمیټې نورو غړو هم د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د حضور د پیاوړي کولو، د سیمه‌ییزو ټولنو د توانمندۍ او د خلکو د ونډې ځواکمنولو په اړه نظرونه وړاندې کړل او پرېکړې وشوې.

بند امیر ملي پارک چې په بامیان کې موقعیت لري، د افغانستان لومړنی ملي پارک دی او د خپلو طبیعي جهيلونو او بی‌ساري ښکلا له امله د هېواد له مهمو سیاحتي سیمو څخه شمېرل کېږي. دا سیمه په وروستیو کلونو کې له داسې ننګونو سره مخ ده لکه د څار کمښت، د چاپېریال ککړتیا او غیر مسؤلانه اداري مداخلې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button