مهم خبرونهنړیوال

د اسرائيلي ځواکونو د قنیطره د جنوبي سیمو تازه نفوذ

د سوریې رسمي رسنۍ راپور ورکوي چې د اسرایل پوځيان نن د قنیطره ولایت جنوبي حومې یو شمېر سیمو ته داخل شوي دي؛ دا اقدام د هغو نږدې هرروځنیو پوځي خوځښتونو دوام دی چې په دې سیمه کې ترسره کېږي.

د راپور له مخې، یو پوځي واحد چې درې زغره لرونکي موټرونه یې درلودل – دوه هایلوکس او یو هامر – د بئرعجم له دروازې څخه د بریقه کلی پر لور خوځېدلی او دغه سیمه ته داخل شوی دی.

سوري رسنیو همدارنګه ویلي چې د دې پېښې يوه ورځ مخکې هم اسرائيلي ځواکونو د رویحینه او المشیرفه تر منځ سیمې ته نفوذ کړی و او د ام‌العظام په څلورلارې کې، چې د قنیطره په شمالي حومه کې موقعیت لري، یو موقتي امنیتي پوسته جوړه کړې وه.

د دغو پوځي خوځښتونو په دوام کې، اسرائيلي عسکرو د العشه کلی ته تر داخلېدو وروسته د دغه کلي یو تن اوسېدونکی نیولی او هممهاله یې د عین‌الزیوان او کودنه تر منځ، چې د قنیطره په جنوبي حومه کې دي، بله پوسته هم جوړه کړې ده. د سیمې اوسېدونکي دا کړنې د سوریې د حاکمیت څرګند نقض بولي.

راپورونه څرګندوي چې د اسرایل ځواکونه نږدې په منظم ډول د سوریې په جنوبي برخو کې د پوځي نفوذونو، د تلاښیو د پوستو جوړولو، د ملکیانو د نیولو او د سیمه‌ییزو تاسیساتو د تخریب له لارې خپله حضور او لاسوهنه روانه ساتي. دغه وضعیت د سیمې د خلکو تر منځ د اندېښنو او غبرګونونو د زیاتېدو لامل شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button