د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په ايران کې د افغان مهاجرينو د کورنيو پاسپورتونو الکترونيک کولو ته ټینګار شوې

په تهران کې د ايران د کورنيو چارو وزارت د اتباعو او بهرنیو کډوالو چارو د مرکز رئيس نادر یار احمدي او د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني ترمنځ په يوه غونډه کې د افغانستاني مهاجرينو د پېژندپاڼو د وضعیت ارزونه وشوه.

نادر یار احمدي وويل، افغان اتباع چې په ايران کې مېشت دي، بايد د خپلو خطي کورنيو پاسپورتونو پر ځای الکترونيکي پاسپورتونه ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه، که څه هم د لومړيتوب لرونکو ډلو د هویت تثبیت لا بشپړ شوی نه‌دی، خو د سنتي پېژندپاڼو د تبدیلېدو لړۍ به په جدي ډول د شپږو میاشتو په ترڅ کې تر سره شي.

هغه له د افغانستان له سفارته وغوښتل چې د مهاجرينو د دايمي بېرته ستنېدو اطلاع‌رسونې او هڅونې کې فعال رول ادا کړي. نوموړي همداراز د ګډو پولو کنټرول د ناقانونه تګ راتګ د مخنيوي لپاره يوه ګډه مسئولي ګڼلې ده.

فضل محمد حقاني د ايران له خلکو او چارواکو مننه وکړه چې په تېرو لسیزو کې يې افغان مهاجرين منلي دي. نوموړي د دواړو هېوادونو اړیکې د اسلامي يووالي او انساني همکاریو بيلګه وبلله.

حقاني څرګنده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د میلیونونو افغان مهاجرینو منلو ته په سختو شرایطو کې همېشه د بشرپالنې له اصولو سره ژمن پاتې شوی. ده وويل چې اوس هم ايران چمتو دی تر څو افغان مهاجرينو ته د باعزته او داوطلبه بېرته ستنېدو دواطلبانه اسانتياوې برابرې کړي.

د غونډې په څنډه کې، د کورنيو پاسپورتونو د الکترونيکي کولو او د اميش کارت لرونکو د هویت تثبیت د چارو راپور وړاندې شو. سره له دې پرمختګونو، افغان مهاجرین لاهم د باوري اسنادو د ترلاسه کولو له جدي ستونزو سره مخ دي او له طالبانو ادارې تمه نه کېږي چې دغه ستونزې هوارې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button