د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ د سرحدي همکاریو پراخېدو هڅې

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د افغانستان سرحدونه یې په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دي او د انسانانو، مخدرو موادو او ناقانونه فعالیتونو له قاچاق څخه مخنیوی کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د افغانستان پر پوله د دوامدار امنیت لپاره هڅې روانې دي. هغه زیاته کړه چې د دغه حکومت موخه دا ده چې د ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ کې د قانوني تګ راتګ او سوداګرۍ زمینه برابره کړي.
نوموړي وویل: “جدي هڅې روانې دي څو امن او باثباته پولې رامنځته شي. زموږ اداره هڅه کوي چې د ګاونډیو هېوادونو سره په همکاری قانوني لارې د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره برابرې کړي.”
د دې څرګندونو په غبرګون کې، په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علی رضا بیکدلي هم ویلي چې تهران او کابل د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي. بیکدلي څرګنده کړې چې دواړو هېوادونو پرېکړه کړې چې د پولو میلې بیا ورغوي څو دغه سرحدونه د “دوستي او ورورولۍ” سمبول شي.
سره له دې چې د طالبانو اداره د سرحدونو د امنیت خبرې کوي، خو په تېرو کلونو کې په رسنیو کې د مخدرو موادو د قاچاق او ناقانونه تېرېدونو د زیاتوالي راپورونه خپاره شوي دي.
منتقدان باور لري چې د طالبانو حکومت د افغانستان پر اوږدو او ستونزمنو پولو باندې د مؤثر کنټرول توان نه لري، او د دوی امنیتي شعارونه تر ډېره تبلیغاتي بڼه لري نه عملي.




