په تهران کې د طالبانو د سفیر لیدنه له د ایکو له سرمنشي سره

مولوي فضل محمد حقاني، چې د طالبانو لهخوا په تهران کې د سفیر په توګه مقرر شوی، له اسد مجید خان، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) له سرمنشي سره لیده کاته کړي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د ایران سفارت لهخوا خپره شوې خبرپاڼه ښيي چې په دې ناسته کې د ایکو سازمان او د طالبانو د سفارت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او دغه راز د دغه سفارت د راتلونکو فعالیتونو په پراخولو باندې ټینګار شوی دی.
همداراز، دواړو خواوو د طالبانو د ادارې د ګډون لپاره د اغېزناکو لارو چارو په اړه هم خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو اداره تر اوسه نړیوال مشروعیت نه لري، خو هڅه کوي چې د داسې ناستو او لیدنو له لارې په سیمهییزو سازمانونو کې خپل ځای تثبیت کړي.
دغې وروستۍ لیدنې ته د طالبانو د ادارې لهخوا د سیمهییز مشروعیت د ترلاسه کولو په موخه د هڅو یوه برخه بلل کېږي؛ کوم چې د بشري حقونو د سازمانونو او سیمې د هېوادونو لهخوا له شک او تردید سره مخ شوې ده، ځکه چې د طالبانو چلند د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو له اساسي حقونو سره تر سختو نیوکو لاندې دی.




