سياستمهم خبرونه

طالبان د ملګرو ملتونو د اقلیمي ناستې بلنې نه دي ترلاسه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي وایي، چې د سیاسي دلیلونو له امله د دې ډلې هېڅ استازی د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړيوالې ناستې چې «کاپ ۳۰» نومېږي، ته نه‌دی بلل شوی.

متقي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ، د لړم میاشتې پر ۲۷مه، په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفترونو سره د طالبانو د ادارې د همغږۍ په پنځمه غونډه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د «کاپ ۳۰» غونډه د لړم پر ۱۹مه نېټه په برازیل کې ترسره شوې وه. په دې غونډه کې د نړۍ مشران، ساینسپوهان او د چاپېریال ساتنې فعالان راټولېږي څو د اقلیمي بحران د حل لپاره پرېکړې وکړي.

متقي په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه نښلول شي او ټینګار یې کړی، چې د طالبانو اداره د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د پلي کولو لپاره په ټول افغانستان کې زمینه برابره کړې ده.

خو له میداني حقایقو او د نړیوالو بنسټونو د اندېښنو له مخې بله انځور وړاندې کېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) رسماً خبرداری ورکړی و چې د دغه سازمان ښځینه کارکوونکې په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو ځواکونو له ګواښونو سره مخ دي.

همدارنګه، یو شمېر مرستندویه بنسټونو راپور ورکړی چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله، چې ښځو ته د بشري مرستو په چارو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي، د انسان‌دوستانه مرستو رسونه له جدي خنډونو سره مخ شوې ده؛ څه چې د طالبانو د ادارې د ادعاوو برخلاف، اړمنو خلکو ته د نړیوالو مرستو په رسېدو کې ستر خنډ بلل شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button