اقتصاد

د هرات او ایران د سوداگرانو ترمنځ نوي تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونه اعلان کړې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د نویو تفاهم‌لیکونو له لاسلیک وروسته، د کرنیزو محصولاتو صادرات او واردات به زیات شي.

په هرات ولایت کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، دا تفاهم‌لیکونه له یو شمېر ایراني سوداګرو سره د کرنې په بېلابېلو برخو کې عملي شوي، او موخه یې اقتصادي همکارۍ پراخول او د افغان بزګرانو ملاتړ کول دي. د یادو شویو تفاهم‌لیکونو په چوکاټ کې، په هرات کې د لبلبو، جوار او پنبې په ګډون یو شمېر کرنیز محصولات په ګډه تولیدېږي.

د دغو هوکړو له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان او ایران د سوداګرو ترمنځ یوه ګډه سهامي کمپنۍ جوړه شي، څو د متقابل مبادلې لاره هواره شي؛ لکه د وچې مېوې او غوښي صادرات ایران ته، او د هېواد اړتیا وړ توکي له ایران څخه وارد شي. د هرات د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ د خونې رئیس، بشیر احمد بهادري، د دې کمپنۍ جوړېدل د دواړو لورو ترمنځ د باور او اقتصادي همکارۍ د زیاتوالي لپاره مهم ګام بولي.

همداراز، د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج امر، بشیر احمد احمدي، ویلي چې دا پروګرامونه له ایرانه ستانه شویو ګڼ شمېر مهاجرو ته د کار زمینه برابروي، او همداراز د بزګرانو علمي او عملي ظرفیتونه د ایراني تجربو په کارولو سره لوړولی شي.

کوروش شجاعي، چې د ایران–افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د علمي ټیم غړی دی، ویلي، تخصصي کمیټه‌وې دا مهال د دواړو هېوادونو تجارتي او کرنیزو اړتیاوو ارزونه کوي، او حبوبات، غوښه او نور اړین توکي ژر د تبادلې په لېست کې شاملېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د هېواد په اقتصادي مدیریت کې له ستونزو سره مخ ده، دا تفاهم‌لیکونه کولای شي افغان بزګرانو ته یوه سیمه‌ییزه همکارۍ له لارې د اقتصادي ستونزو د کمولو فرصت برابر کړي. خو بیا هم، د شفافیت او اقتصادي نظم نشتوالی او د طالبانو ادارې له‌خوا د بهرني تجارت په برخه کې محدودیتونه، کولای شي د دغو پروګرامونو د تطبیق بهیر له خنډونو سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button