امنیت او پېښې

د آلمان د پوځ شل زره مرمۍ غلا شوې

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد له ملي پوځ څخه د شل زره مهماتو غلا شوې ده، چې دا کار د نظامي تجهیزاتو د امنیت په اړه پراخې اندېښنې را پورته کړي دي.

د اشپیګل ورځپاڼې د راپور له مخې، نږدې شل زره فشنگونه چې ټاکل شوې وه یوې پوځي اډې ته انتقال شي، د یوه ملکي شرکت له لوري د لېږد پر مهال ورکې شوې دي. دا پېښه د پوځ د لوجستیکي امنیت د یو جدي کمزورۍ ښکارندويي کوي.

راپور زیاتوي چې د فشنگونو لیږدونکی د لارۍ موټر چلوونکی یوه شپه په هوټل کې تم شوی و او د فشنگونو بار یې پرته له کوم امنیتي خوندیتوب څخه په پارکینګ کې پرې ایښی و. دا چاره د وسلو د لېږد پر بهیر د نظارتي معیارونو په اړه یوه جدي پوښتنه راپورته کړې ده.

د اشپیګل ورځپاڼې د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي، دغه غلا له مخکې پلان شوې وه او دا یوه عادي پېښه نه ده. امنیتي ادارې اوس اندېښمنې دي چې دا فشنگونه ښایي د سازمان‌یافته ډلو یا مجرمانو باندونو لاس ته ورشي، کوم چې کولای شي د آلمان کورنی امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button