امنیت او پېښېمهم خبرونه

په فراه ولايت کې د شپې ناڅاپي سېلابونو يو تن وژلی او څلور يې ټپيان کړي

د طالبانو د ادارې ځايي چارواکي وايي، په فراه ولايت کې د شپې ناڅاپي سېلابونه او بادونو لږ تر لږه يو تن وژلی او څلور تنه يې ټپيان کړي دي. دا پېښه د تېرې شپې پر مهال رامنځته شوې او ټپيان د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د دغو چارواکو په وينا، د سختو بارانونو او بادونو له امله په يو شمېر سيمو کې سېلابونه راوتلي او د سيمې اوسېدونکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي. تر اوسه د احتمالي تاوانونو کره شمېر او د نورو اغېزمنو سيمو حالت نه دی خپور شوی او ارزونې روانې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button