مهم خبرونهنړیوال

حنظله: د اسرائیل پر ضد د معلوماتو د افشا وخت رارسېدلی

سایبري ډلې «حنظله» په یوه نوې اعلامیه کې ادعا کړې چې د اوږدې مودې لپاره یې د تزاخي بروورمن، د اسراییلو د لومړي وزیر بنجمن نتنياهو د دفتر رئیس، د موبایل فعالیتونه تر څارنې لاندې نیولي او اړوند معلومات یې راټول کړي دي.

دغه ډله په یوه پیغام کې چې په ټولنیز شبکه «ایکس» کې خپور شوی، ویلي چې د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر هڅه کوي د سایبري نفوذ موضوع رد کړي، خو د حنظله په باور دغه انکارونه نشي کولای هغه واقعیت پټ کړي چې دوی مستند بللی دی.

حنظله ادعا کوي چې بروورمن د نتنياهو له نږدې او مهمو څېرو څخه دی او د حساسو معلوماتو په مرکز کې موقعیت لري. د دې ډلې په وینا، هغه توکي چې دوی لاس ته راوړلي، پکې فایلونه، غږیز ثبتونه، ویډیوګانې او اسناد شامل دي چې د دوی په وینا، د نتنياهو د کابینې د فساد نښې څرګندوي.

دغه سایبري ډله پرته له دې چې د اسنادو د منځپانګې کره جزییات وړاندې کړي، له عامو خلکو غوښتي چې خپل قضاوت دې پر هغه څه وکړي چې خپرېږي. یادې ډلې ټینګار کړی چې د پټ ساتلو پړاو پای ته رسېدلی او د معلوماتو د افشا کولو وخت رارسېدلی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button