اقتصادمهم خبرونه

د بلخ پنبه ارزاني کروندګر اندېښمن کړي دي

د بلخ ولایت کروندګر سږ کال د پنبه حاصلاتو څخه خوښي څرګندوي، خو د دغې محصول بیې شدیدې راټېټېدنې دوی له جدي اندېښنې سره مخ کړې دي. هغوی له طالبانو غواړي چې بهرنیو بازارونو ته د پنبه صادراتو ته زمینه برابره کړي.

کروندګر وايي، تیر کال ۱۶ سیر (شاوخوا ۱۱۲ کیلو ګرامه) پنبه نږدې ۱۴ زره افغانۍ بیه درلوده، خو سږ کال دا بیه شاوخوا ۸۵۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده. زریف، چې د بلخ یو کروندګر دی، وویل: “کروندګر نشي کولای خپلې پانګې بېرته ترلاسه کړي. پانګونه مو وکړه، خو اصلي پانګه مو بېرته نه راګرځي.”

له بلې خوا، محمد اکرم، د پنبه یو د پروسس فابریکې مسئول، له طالبانو غواړي چې د ګاونډیو هیوادونو لکه ازبکستان او قزاقستان ته د صادراتو زمینه مساعده کړي. هغه ټینګار وکړ چې د بازارونو نشتوالي د بیو ټیټوالي او کاروبار سوړوالي لامل شوی دی.

د بلخ د پنبه فابریکو اتحادیه د معیاري بسته‌بندۍ او د بین‌المللي معیارونو له مخې د پروسس نشتوالی، د پنبه د صادراتو بهیر کې ستر خنډونه بولي. د اتحادیې مشر، محمد ظلمی مومند وویل: “محصولات باید پر وخت او په معیاري ډول راټول شي او په عامو بوجیو کې بند نه کړل شي.”

اتحادیه له کروندګرو غواړي چې د پنبه راټولولو او چمتو کولو پر مهال نړیوال معیارونه رعایت کړي، څو له پاکستان هاخوا بازارونو ته د صادراتو امکان زیات شي.

د دغو اندېښنو په غبرګون کې، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست کروندګرو ته ډاډ ورکړی چې د مرکزي آسیا هېوادونو ته د صادراتو د لارو پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي. د دې ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازی وویل: “طالب چارواکي سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې صادرات به د بدیلو لارو له لارې په خوندي ډول دوام وکړي او کروندګرو ته هم د خپلو محصولاتو د پلور زمینه برابریږي.”

بلخ د کرنې ریاست اعلان کړی چې روان کال شاوخوا ۳۰ زره هکتاره ځمکه کې پنبه کرل شوې او اټکلي تولید به تر ۶۰ زرو ټنه زیاتيږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button