اروپايي اتحاديه: افغان مېرمنې د کډوالۍ او بېځايه کېدو پر مهال زياتې زيانمنې شوې دي

د اروپايي اتحادېې استازولۍ په کابل کې ويلي چې افغان مېرمنې د مهاجرت، ستنېدو او کور دننه د بېځايه کېدو په بهير کې له پراخو ننګونو او زيانپذيرتيا سره مخ دي او بايد په دې مرحلو کې پر دوی د تاوتريخوالي مخنيوی وشي.
دغه څرګندونې د جنسيتي تاوتريخوالي پر وړاندې د شپاړس ورځني کمپاين له پيل سره هممهاله، په يوه اعلاميه کې خپرې شوې دي. اروپايي اتحاديه ټينګار کړی چې د بشري کرامت او د ښځو د حقونو ننګه يې د مهاجرت او بېړنيو حالاتو په ګډون، له بحرانونو کې هم يو کلک تعهد دی.
په اعلاميه کې راغلي، د اروپايي اتحاديې د بشري مرستو او ملاتړو پروګرامونه په ځانګړې توګه پر هغو مېرمنو متمرکز دي چې په زيانپذير حالت کې ژوند کوي، او هڅې روانې دي څو د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی پای ته ورسوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د مرستندوی دفتر (يوناما) په يوه پخواني راپور کې ويلي، چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه شاوخوا ۴۰ سلنه زياته شوې ده. يوناما زياته کړې چې له ۱۴ ميليونو ډېرې افغان مېرمنې او نجونې عاجلو روحي او ملاتړ خدماتو ته اړتيا لري.
د بشري حقونو فعالانو هم خبرداری ورکړی چې د طالبانو ادارې له خوا د ښځو پر ژوند سخت محدوديتونه د يو ډول جنسيتي تبعيض نظام، چې “جندر آپارتايد” بلل کېږي، لامل ګرځي. دوی له نړيوالې ټولنې غوښتي چې طالبان دې د دغو سازمانمندو سرغړونو په خاطر تر جدي فشار لاندې راولي او ځوابورکوونکي يې کړي.




