د اسلامي همکاری سازمان د اسراییلو د برید غندنه وکړه

د اسلامي همکاری سازمان د جمعې ورځې سهار د اسراییلي ځواکونو لخوا د دمشق ښار شاوخوا په بیتجن ښارګوټي برید په کلکه غندلی او دا عمل یې د سوریې د خاوری د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.
په یوه اعلامیه کې چې د دې سازمان د سرمنشي دفتر له لوري خپره شوې، ویل شوي چې د سوریې خاورې ته دوامداره نظامي بریدونه نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ رامخې ته کوي او په سوریه کې د سولې د ټینګښت هڅې کمزورې کوي.
دغه سازمان د اسرائیلو پوځیان د دغو بریدونو مستقیم مسؤل بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیکونو د عملي کولو، د سوریې د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د تضمین لپاره عاجله هڅه وکړي.
د سوریې د رسمي سرچینو په وینا، د جمعې سهار اسراییلي ځواکونو د تعقیب په نوم بیتجن ښارګوټي ته ننوتل. د سیمې د اوسېدونکيو له سخت مقاومت سره مخ شول او له همدې امله سختې نښتې پیل شوې چې پکې د توپخانې او بېپیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل شوی. د دې برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
دا برید د اسراییلو له خوا د سوریې په خاوره کې د پوځي مداخلې وروستی مثال بلل شوی چې تر اوسه د نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو له لورې له جدي غبرګون پرته ادامه لري او د سیمې د تاوتریخوالي د زیاتوالي اندېښنې یې ډېرې کړې دي.




