مهم خبرونهنړیوال

په ډېټروېټ کې د امريکا د مهاجرت د پوليسو د کړنو پر ضد لاريون وشو

د امريکا د ميشيګان ايالت د ډېټروېټ ښار اوسېدونکو د يو اعتراضي لاريون په ترسره کولو سره د دې هېواد د مهاجرت او ګمرک ادارې د ځواب‌ورکولو غوښتنه وکړه. دا لاريون د يادې ادارې د دفتر مخې ته ترسره شو او معترضانو د دې ادارې کړنې د مهاجرانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو عامل وبللې.

د ځايي رسنيو د راپور له مخې، مظاهره‌چيان د ميشيګان په سړک کې د لاريون پر مهال د مهاجرت ادارې د مامورانو له خوا پر ملکيانو د ډزو غندنه وکړه او د دې ادارې د ځواکونو د ميشيګان له ايالته د وتلو غوښتنه يې وکړه. هغوی ټينګار وکړ چې د دغو عملياتو دوام د عامه امنيت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

په همدې تړاو، د ميشيګان ډيموکرات سناتور ګېري پېټرز دا ډزې «ويروونکې او د مخنيوي وړ» وبللې او ويې وويل چې د امريکا د کورنيو امنيت وزارت تشريحات د پېښې له حقيقت سره اړخ نه لګوي. نوموړي خبرداری ورکړ چې ناسمې برچسپ‌وهل د ښاروندانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.

دغه اعتراضونه وروسته له هغه زور ونيو چې د مهاجرت ضد يوه پراخې عملياتي هڅې پر مهال، د مينياپولېس ښار يو موټروان د مهاجرت د ادارې د مامور د ډزو له امله ووژل شو. فدرالي چارواکو دا ډزې د ځان دفاع وبللې، خو د مينياپولېس ښاروال دا عمل غير ضروري ياد کړ او د ادارې په کارونو کې يې د اندېښنې وړ بدلون نښه وبلله.

سره له دې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهاجرت د پوليسو کړنې ملاتړ کوي، د دې هېواد د رسنيو نظرپوښتنې ښيي چې له نيمايي زيات امريکايان د مهاجرانو د سختو شړلو له پروګرامونو سره موافق نه دي؛ دا موضوع د مهاجرانو پر وړاندې د زور له پراخ استعمال سره مخالفتونه زيات کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button