د افغانستان د تریاکو د لهمنځه وړو لپاره د سي آی اې پټ ماموریت افشا شو

واشنګټن پوسټ په یوه تازه تحقیقي راپور کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) یو فوقمحرم برنامه افشا کړې چې هدف یې د امریکا د نظامي حضور پر مهال د افغانستان د تریاکو تولید کمول و.
د راپور له مخې، له ۲۰۰۴ څخه تر شاوخوا ۲۰۱۵ پورې، سي آی اې د وخت د امریکا د ولسمشر په مستقیم اجازه، د شپې لهخوا د پوځي الوتکو له لارې په هلمند او ننګرهار ولایتونو کې، چې په جنوب او ختیځ کې موقعیت لري، ملیاردونه اصلاحشوي د کوکنارو تخمونه خپاره کړي دي.
دغه تخمونه داسې تعدیل شوي وو چې له هغوی څخه راټوکېدلي نباتونه د هیروئینو د تولید لپاره اړین نشهیي مواد نه لرل، خو ظاهري ګلان یې ښکلي او رنګین وو. موخه دا وه چې دا نباتونه له بومي نوعو سره یوځای شي او د وخت په تېرېدو د افغانستان د تریاکو کیفیت راکم کړي.
دا پټ عملیات د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د حکومت له رسماً خبرولو پرته ترسره شوي و. دلته حتی ځینې د سپینې ماڼۍ، بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون پخواني چارواکي هم له دې برنامې بېخبره پاتې شوي وو. خو دا عملیات د هغه وخت د ولسمشر جورج بوش په مستقیم فرمان او د یوه محرم سند له لارې چې «فایندینګ» نومېده، رسمي بڼه غوره کړې وه.
دغه ماموریت د سي آی اې د نشهیي توکو او جرایمو پر ضد د مرکز لخوا ډیزاین شوی و چې ملیاردونه ډالر مصرف پرې شوی او د نوموړي مرکز ډېره برخه بودیجه یې ونیوله. سره له دې چې ځینو سرچینو ویلې، دا عملیاتو لنډمهاله لاسته راوړنې درلودې، خو وروسته ارزونې ښيي چې دا بهیر په اوږد مهال ګټور نه و او اقتصادي لحاظ یې ناکامي تجربه کړې ده.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، چې د افغانستان له دې عملیاتو وروسته، امریکا غوښتل ورته برنامه په مکسیکو کې هم پلې کړي، خو د سختو جغرافیایي شرایطو له امله یې ترې تېر شو.
د هغو کلونو په اوږدو کې، د افغانستان بزګرانو ترمنځ دا شایعات یو شمېر ډېر شوي ول چې بهرنیان مسموم تخمونه یا کیمیاوي سره وېشل. اوس څرګنده شوې چې دغه شکونه تر یوې اندازې حقیقت درلود.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیگار) راپور ښيي چې امریکا شاوخوا ۹ میلیارده ډالر د نشهیي توکو د تولید او قاچاق پر ضد لګولي، خو دغه برنامه، په شمول د سي آی اې ماموریت، ونه توانېده چې د دې زیانرسوونکي صنعت دوامداره وده ودروي.
د امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته په ۲۰۲۱ کې، د افغانستان ناخالصه کورني تولید (GDP) شاوخوا ۱۴ سلنه د تریاکو له تولید او سوداګرۍ څخه جوړیده. طالبان چې واک ته ورسېدل، د کوکنارو د کر منع اعلان کړ.
راپورونه ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو د کر ساحې تر ۹۵ سلنه پورې راکمې شوې، خو تازه شمېرې ښيي چې تېر کال دا کچه بیا ۱۹ سلنه لوړه شوې او تولید د هېواد شمال ختیځو سیمو ته انتقال شوی دی.




