ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ملک سلمان د مرستو مرکز له‌خوا په شمالي افغانستان کې زرګونو اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

د سعودي عربستان د ملک سلمان بن عبدالعزیز د بشرپالنې مرستو مرکز د يوې سيمه‌ييزې مؤسسې په همکارۍ، د کندز، تخار او بدخشان په ولايتونو کې څلور زره اړمنو کورنيو ته د مرستو بستې وېشلې دي. دغه مرستې هغو کورنيو ته رسېدلي چې بې‌ځايه شوي، له ايران او پاکستانه راستانه شوي او د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي دي.

شاه‌زمين هلال، د توحيد بنسټ مرستيال، وويل چې د ملک سلمان د مرستو د مرکز په مالي ملاتړ يواځې په کندز ولايت کې دوه زره کورنيو ته مرستې رسېدلې دي. د نوموړي په وينا، دا مرستې راستانه شوو، بې‌ځايه شوو، يتيمانو، کونډو او نورو اړمنو ته رسېدلې دي.

په بدخشان کې د مهاجرينو او بېرته راګرځېدونکو چارو رئيس قيا‌م‌الدين قاضي‌زاده تأييد کړه چې په دغه ولايت کې زر ثبت شوو کورنيو مرستې ترلاسه کړې دي. نوموړي زياته کړه، سره له دې چې اړتياوې ډېرې پراخې دي، خو د همدې کورنيو ملاتړ هم يو مهم ګام بلل کېږي.

په دې مهال، يو شمېر د مرستو ترلاسه کوونکو کورنيو د دغو مرستو له امله مننه وکړه، خو له د طالب چارواکو او مرسته‌کوونکو ادارو يې غوښتنه وکړه چې د ژمي په سړو مياشتو کې دغه مرستې زياتې کړي. عبدالروف، چې يو بې‌ځايه شوی کس دی، وويل دا لومړی ځل دی چې خوراکي توکي يې ترلاسه کړي، خو دا د ده د اته کسیزې کورنۍ لپاره کافي نه دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ د خوړو پروګرام تازه خبرداری ورکړی، د افغانستان د خوړو د خونديتوب وضعیت لا هم کړکېچن دی او ميليونونه هېوادوال د جدي خوراکي کمښت له ستونزې سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button