اقتصادمهم خبرونه

افغان انار له هرات څخه روسیې ته د لومړي ځل لپاره صادر شول

د طالبانو اداره وايي، چې د افغانستان انار د لومړي ځل لپاره د هرات ولایت له لارې د تورغونډي بندر څخه روسیې ته صادر شوي دي.

د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې دغه صادرات “ارزښتناک” بللي او ټینګار یې کړی چې دا اقدام به د افغانستان د تازه میوو، په ځانګړي ډول د انارو لپاره یو نوی نړیوال بازار پرانیزي.

سره له دې چې طالبانو دا کار یو اقتصادي پرمختګ معرفي کړی، لا هم یې د صادرې شوې محمولې د حجم، د صادرونکو شرکتونو یا د قرارداد د شرایطو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د صادراتو په بهیر کې د شفافیت نشتوالی ښيي چې د طالبانو اداره د اقتصادي ادعاوو تر څنګ، د معلوماتو په برابرولو او خلکو ته د ځواب ویلو وړتیا نه لري. اقتصادي کارپوهان څو ځله خبرداری ورکړی چې د داسې چلند دوام کولای شي د افغانستان بهرني تجارت له ستونزو او بې‌باورۍ سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button