ټولنه‌یزمهم خبرونه

عفو نړیوال سازمان: طالبانو د افغانستان مېرمنو ژوند ستونزمن کړی

عفو نړیوال سازمان خبر ورکړی چې د طالبانو لخوا په ښځو او نجونو د پراخو او منظم محدودیتونو له امله، په افغانستان کې د ښځو ژوند ډېر ستونزمن شوی دی.

دغه د بشر حقونو ملاتړی بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په ایکس پلېټفارم کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې د زده‌کړې، کار، ټولنیز ګډون او نورو اساسي حقونو نه په قصدي توګه بې‌برخې شوي دي.

عفو نړیوال سازمان په خپل راپور کې لیکلي، هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو لګولي، نه یوازې د دوی بشري کرامت او حقوق تر پښو لاندې کړي، بلکې هغوی ته د حیاتي خدمتونو، په ځانګړي ډول د روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي امکان هم ډېر کم کړی دی.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له هغو ښځو او نجونو سره چې د دغو فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي، یووالی وښيي او د هغوی د حقونو خوندي کولو په موخه دې طالبان مسوول او ځواب ویونکي کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button