اقتصادمهم خبرونه

په میمنه هوایي ډګر کې نوی پرمختللی هوا پېژندنې سیستم فعاله شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په میمنه ښار کې د فاریاب ولایت هوایي ډګر ته یو پرمختللی او اتوماتیک هوا پېژندنې سیستم نصب او فعاله کړی دی. د دې ریاست چارواکي وایي، د دغه ګام موخه دا ده چې د هوا وضعیت په اړه دقیق معلومات برابر شي او په دغه هوایي ډګر کې د الوتنو امنیت زیات کړی شي.

دغه اتومات سیستم دې توان لري چې د حرارت درجه، رطوبت، د باد سرعت او لوری، د باران اندازه او هوايي فشار په اوتومات ډول ثبت او تجزیه کړي. د دې معلوماتو تحلیل به د هوا د حالت د ښه وړاندوینې او د هوايي خطرونو د مدیریت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

فاریاب یو له شمالي ولایتونو څخه دی چې د ژمي په موسم کې د شدیدو بارانونو او ناڅاپي یخنۍ سره مخ کېږي. په افغانستان کې د پرمختللو تجهیزاتو نه شتون، په تېرو کلونو کې څو ځله د پروازونو ځنډ، لغوه کېدل او د هوايي سفرونو په امنیتي خطرونو کې د زیاتوالي لامل شوی دی.

که څه هم د دا ډول وسایلو نصب د هوا پېژندنې د خدماتو د لوړوالي لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، خو منتقدین وایي چې طالبان په داسې حال کې دا کار کوي چې حکومت یې نړیوال مشروعیت نه لري او د هېواد په ګڼو برخو کې د بنسټیزو خدمتونو کمښت شتون لري. د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکو هم نیوکه کړې چې پر تخنیکي بڼه تمرکز کېږي، حال دا چې ګڼې کورنۍ لا هم برېښنا او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button