دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

احمد مسعود: نړیوالې مرستې طالبانو ته د ترهګرۍ لور ته روانې دي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د فرانسوي خپرونې «اکسپرس» سره په یوه مرکه کې ټینګار کړی چې که څه هم دغه جبهه د طالبانو ادارې پر ضد وسله‌واله مبارزه کوي، خو بهرنی نظامي مداخله نه غواړي. هغه وايي، مقاومت جبهه تر هر څه زیات د نړیوالې ټولنې د سیاسي ملاتړ اړتیا لري.

مسعود له طالبانو سره د نړیوالې مرستې دوام ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې دغه منابع پرته له هر ډول نظارت څخه لګول کېږي. د هغه په وینا، طالبانو ته هم دومره اندازه نړیوالې مرستې ورکول کېږي لکه چې پخوا جمهوري حکومت ته ورکول کېدې، خو له دې سره سره هغوی هېڅ نړیوالو بنسټونو ته حساب نه ورکوي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې پخوانی حکومت د هر ډالر مرستې لپاره نړیوالو کمیټو ته راپور ورکاوه، اوس طالبان دا ډول منابع پرته له مشخصو اصولو لګوي، او یوه برخه یې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې. د مسعود په باور، دا وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.

د ملي مقاومت جبهې مشر د طالبانو بیا راتګ د خپل پلار احمدشاه مسعود له وخت څخه هم سخت پړاو وباله او ویې ویل چې ننني طالبان له نړیوالو پراخ ملاتړ برخمن دي، خو د افغانستان خلک خپلې ملاتړي له لاسه ورکړي دي. هغه اوسنی وضعیت د نړیوالې ټولنې پر دې چې د افغانستان واقیعتونه یې درک نه کړل، یوه ناکامي وبلله.

احمد مسعود همداراز له لویدیځو هېوادونو څخه په اولویت ټاکلو انتقاد وکړ او ویې ویل چې افغانستان د نړیوال تمرکز څخه وتلی، او خبرداری یې ورکړ چې د روان وضعیت له پامه غورځول کېدای شي یوه لویه فاجعه وزېږوي. د هغه په وینا، طالبانو ادعا کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې یې تر ۲۵ زرو زیات کسان د جهادي مدارسو له لارې روزلي دي، چې دا چارې د ترهګرۍ د ودې خطر زیات کړی دی.

مسعود ټینګار وکړ چې ملي مقاومت جبهه د ده د پلار د لارې دوام دی، او ژمنه یې وکړه چې ازاد، څو فرهنګی او دموکراتیک افغانستان به جوړوي. هغه یادونه وکړه چې احمدشاه مسعود د افغانستان لومړنی سیاسي شخصیت و چې د ښځو د حقونو سند یې لاسلیک کړی و.

هغه د روسیې وروستی اقدام چې غواړي طالبان په رسمیت وپېژني، ناامېدکوونکی وباله او ویې ویل چې د ادارو مشروعیت باید د افغانستان له خلکو راوتلی وي، نه د بهرنیو هېوادونو له تاییده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button