مهم خبرونهنړیوال

برني سندرز د امريکا بريد پر ونزوېلا د نړيوالې بې‌ثباتۍ لامل وباله

برني سندرز، د امريکا د کانګرس وتلی سناتور، د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې د ونزوېلا پرضد یې د پوځي بريد امر کړی دی. هغه خبرداری ورکړی چې دا اقدام به د نړيوال ثبات د لا کمزورۍ لامل شي.

د الجزيرې د راپور له مخې، سندرز ويلي دي چې ټرمپ د کانګرس له سلا او اجازې پرته، متحده ايالات د يو پوځي شخړې ميدان ته دننه کړي دي؛ يو اقدام چې د ده په باور، د امريکا د بهرنۍ پاليسۍ قانوني ميکانيزمونه په ښکاره ډول نقضوي.

دغه امريکايي سناتور ټينګار کړی چې د واشنګټن اقدام د کاراکاس پرضد نه يوازې د ونزوېلا بحران لا پېچلی کوي، بلکې يو خطرناک امپرياليستي ذهنیت بيا راژوندی کوي؛ داسې ذهنیت چې اغېزې یې تر لاتيني امريکا هاخوا د نړيوال امنيت پر وضعيت اغېز کولی شي.

متحده ايالاتو د جمعې په شپه ونزوېلا ته پوځي بريد وکړ او د دغه هېواد ولسمشر او مېرمن یې ونيول. له دې پېښې وروسته، يو شمېر هېوادونو د واشنګټن دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور او د نړيوالو قوانينو د اصولو ښکاره سرغړونه بللې.

په داسې حال کې چې د امريکايي چارواکو له لوري د ونزوېلا پرضد د لا پراخو بريدونو اټکل کېږي، د ونزوېلا د ولسمشر مرستيال اعلان کړی چې کاراکاس به د فشارونو او د هغه څه پر وړاندې چې «د امريکا امپريالېزم» يې بللی، مقاومت وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button