سياستمهم خبرونه

طاهر زهیر: د طالبانو اداره قومیز اختلافونه ډېر کړي دي

طاهر زهیر، د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر او د بامیان پخوانی والي، د افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د طالبانو اداره په هېواد کې قومي تنشونه بې‌سارې زیات کړي او د ښوونځیو په تړلو سره یې د زده‌کړو او ساینسي پرمختګ لاره، په ځانګړي ډول د بېلابېلو قومونو تر منځ، محدوده کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د ښوونځیو تړل نه یوازې د ځوان نسل راتلونکی د ناڅرګندۍ سره مخ کړی، بلکې د بې‌باورۍ او واټن فضا یې د قومونو ترمنځ پراخه کړې ده. زهیر ټينګار کړی چې ډېر هغه غیرپښتانه قوماندانان چې د طالبانو له بېرته راګرځېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له دې ډلې سره یوځای شوي وو، اوس له خپلې پرېکړې پښېمانه دي.

د بامیان پخواني والي د رسنیو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې اوس مهال په افغانستان کې ازادې رسنۍ واقعي فعالیت نه شي کولای او خلک نه شي کولای خپل غږ په ازاد ډول پورته کړي. هغه زیاته کړه که مناسب شرایط برابر شي، د طالبانو د ادارې پر کړنو د مخالفت غږونه به ښکاره شي.

زهیر د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته، چې د جمهوري نظام سقوط وکړ، د خپلو وسله‌والو ځواکونو له یوې برخې سره د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په سیمه کې د قوماندان مهدي مجاهد تر مشرۍ لاندې د طالبانو پر ضد وسله‌وال دریځ ونیو، خو درې میاشتې وروسته تسلیم شو. هغه تر ۲۰۲۵ کاله پورې په کابل کې اوسېده او تازه یې جرمني ته مهاجرت کړی دی.

دغه پخواني چارواکي خبرداری ورکړی چې د طالبانو اداره غواړي افغانستان د نړۍ له تعامل او اړیکو لرې وساتي او د دې حالت دوام کولی شي هېواد له یوې «ډېرې فاجعه‌بارې» راتلونکې سره مخ کړي. د هغه په باور، د طالبانو اوسنی جوړښت او فکري طرز دوامداره ظرفیت نه لري او دا ډله «په پای کې له کوم ځایه به ماته وخوري.»

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button