په باميان کې د غلاوو له راپورونو وروسته درې تنه ونيول شول

د باميان ولايت د وسلوالو غلاوو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د طالبانو اداره وايي چې درې تنه د دغو پېښو د تړاو په تور نيول شوي دي. ځايي سرچينې وايي چې دغه نيول د چهارشنبې په ورځ، د جدي لسمه نېټه ترسره شوي، حال دا چې له دې وړاندې د طالبانو ځايي چارواکو د وسلوالو غلاوو د رامنځ ته کېدو اصل رد کړی و.
د سرچينو په وينا، نيول شوي کسان د سيمې عادي اوسېدونکي او بزګران دي او له وسلوالو فعالتونو سره هېڅ مخينه نه لري. سرچينې زياتوي چې دا کسان نه د کومې امنيتي عملياتو پر مهال، بلکې د شپې په يوه ميلمهخانه کې نيول شوي دي.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو والي دا کار د عامه ذهنیت د ارامولو لپاره کړی، خو دا ادعا د يو شمېر اوسېدونکو له منفي غبرګون سره مخ شوې ده. هغوی وايي، په سيمه کې د وسلو درلودو واک يوازې د طالبانو جنګياليو ته محدود دی، نو د وسلوالې غلا تور پر ملکي اوسېدونکو نه شي کېدای.
د باميان اوسېدونکي اندېښنه لري چې دا نيول د ناامنۍ د روښانه څېړنې پر ځای، د اصلي ستونزو د پټولو او د طالبانو ځواکونو د مسئوليت د کمولو هڅه ده؛ هغه موضوع چې د طالبانو ادارې پر کړنو د ولس باور لا نور کم کړی دی.




