سياستمهم خبرونه

امرالله صالح: امريکا شپږ ميليارده ډالر نغدي طالبانو ته لېږلي دي

امرالله صالح، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال و، په يوې نوې اعلاميې کې ادعا کړې چې له پخواني نظام د نسکورېدو راپدېخوا، د امريکا متحده ايالاتو شاوخوا شپږ ميليارده ډالر نغدي طالبانو ته ورکړي دي.

نوموړي ويلي، دغه پيسې د بانکي بستونو په بڼه، له نيويارک يا واشنګټن نه يوې سيمه‌ييزې هيواد ته لېږدول شوي او بيا له همدې لارې کابل ته سپارل شوي دي. صالح زياتوي چې دا يوازې يوه لاره ده چې له لارې یې طالبان تمويلېږي، او داسې نورې پټې لارې هم شته.

صالح خبرداری ورکړی چې د دومره لویو نغدي مرستو بې‌شفافيته او بې‌نظارته لېږد د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه پياوړي کړي او د افغانستان پر ولس د فقر، بې‌کارۍ او فشار کچه ډېره کړې ده. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې پرته له شفافیت له تضمين څخه، د دغه ډول نغدي مرستو د دوام مخه دې ونیول شي.

مستقل کارپوهان هم وايي چې افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد پر بهیر د نړیوالې څارنې نشتوالی کولای شي طالبان لا پیاوړي کړي او د هغوی د نفوذ پراخېدو ته زمینه برابره کړي. که څه هم د طالبانو اداره تل د دغو مرستو اقتصادي ثبات ته ګټه ښيي، خو د خلګو راپورونه بیا د فقر د ژورېدو او بندیزونو د پراخوالي خبرونه ورکوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button