مهم خبرونهنړیوال

د يمن سويل د انتقالي شورا مشر له سختو سعودي هوايي بريدونو وروسته تښتېدلی

د يمن سويل په سيمو کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د اړوندو ځواکونو تر منځ د نښتو له پراخېدو سره سم، راپورونه وايي چې عیدروس الزبيدي، د سويل د انتقالي شورا مشر، له هغو پراخو سعودي هوايي بريدونو وروسته چې د دغې شورا پر دريځونو ترسره شول، ناپېژندل شوي ځای ته تښتېدلی دی.

ځايي سرچينو ويلي چې د سعودي جنګي الوتکو د انتقالي شورا اړوند «الزند» پوځي کمپ د ضالع ولايت د زبيد سيمه کې هدف ګرځولی دی. دا بريدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د دوو پخوانيو متحدانو، يعنې رياض او ابوظبي تر منځ تاوتريخوالی د يمن سويل ته رسېدلی دی.

د الميادين خبري شبکې د سعودي پوځې ائتلاف له خولې راپور ورکړی چې الزبيدي د سيمې د پرېښودو پر مهال نور د انتقالي شورا مشران په هغه الوتکه کې پرېښودل چې د رياض پر لور د الوت اجازه يې لرله. د دغه ائتلاف وياند له زياتو جزئياتو پرته د انتقالي شورا د مشر تېښته تأييد کړه.

په دغو پېښو غبرګون کې، رشاد العليمي، د سعودي پلوي ځواکونو د ولسمشرۍ شورا مشر، اعلان وکړ چې عیدروس الزبيدي له رهبريزې شورا څخه ليرې شوی او د “سترې خيانت” په تور يې دوسيه لوی څارنوالۍ ته سپارل شوې ده. د العليمي په وينا، دا تورونه د وسله‌والو ډلو د جوړولو او د پوځ افسرانو او سرتېرو په وژلو کې د ښکېلتيا په شمول دي.

ځايي سرچينو همدارنګه ويلي چې سعودي الوتکو له شپږو زيات هوايي بريدونه کړي چې د هغو کاروانونو پر ضد ترسره شوي چې له عدن څخه د پوځي تجهيزاتو او وسلو انتقال يې کاوه. ويل کېږي چې دغو بريدونو په ضالع ښار کې سخت چاودنې رامنځته کړې دي.

د يمن د جګړې د ائتلاف وياند ويلي چې د الزبيدي اړوند ځواکونو له حدید او صولبان پوځي اډو څخه درنې او سپکې وسلې او د پام وړ مهمات ضالع ته لېږدولي وو. د ده په وينا، نن سهار ترسره شوي هوايي بريدونه د نښتو د پراخېدو د مخنيوي هدف لري.

د الميادين د راپور له مخې، د دغو بريدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. د ائتلاف ځواکونو له سيمه‌ييزو اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د خپلو ژوندو د خوندي ساتلو لپاره له پوځي اډو او د وسلو او تجهيزاتو له هر ډول تجمع څخه په عدن او ضالع کې ځانونه ليرې وساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button