امرالله صالح د ترکیې خبرو د ناکامۍ په اړه کنایه آمېز غبرګون وښود

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال، په یوه تازه غبرګون کې ادعا کړې ده چې د طالبانو د ادارې استازو او د پاکستان د پوځ د لوړپوړو چارواکو ترمنځ خبرې چې په ترکیه کې ترسره شوې وې، بې له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي.
نوموړي د ایکس ټولنیز شبکه کې په خپاره شوي پیغام کې لیکلي: “ویل کېږي چې د کویټې د پخواني شورا غړو او د پاکستان د پوځ د مرکزي قومندانۍ ترمنځ مذاکرات، چې په ترکیه کې روان وو، بشپړ بنبست ته رسېدلي دي.”
صالح په یو کنایه آمېز ډول زیاته کړې چې د دغو مذاکراتو له ناکامۍ یوازې دوه کسان ریښتیا خوښ دي: خپله هغه او حسین حقاني، چې پخوا د پاکستان سفیر په امریکا کې و. هغه له نورو مطرحو کسانو هم غوښتي چې که غواړي خپل دریځ څرګند کړي.
امرالله صالح د کویټې شورا تاریخي رول ته په اشارې سره یادونه کړې چې دغه شورا پخوا د طالبانو د ډلې د مرکزي کمیټې په توګه په کویټه او پېښور ښارونو کې فعاله وه او د پاکستان د پوځ له ټولو اړخیز ملاتړ سره یې لوژستیکي او ستراتیژیک فعالیتونه کول.
د نوموړي له وینا سره سم، دا خبرې د داسې وخت نه نتیجې ته ونه رسېدلې چې په تېرو اونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو پر سر، په ځانګړې توګه د قبايلي سیمو کې، تاوتریخوالی زیات شوی او د پاکستان د سخت دریځو ډلو سره د طالبانو د همکارۍ په اړه اندېښنې پراخې شوې دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو خبرو د محتوا یا د امرالله صالح د ادعا په اړه هېڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.




