طالبانو له هرات څخه ایران ته د غیرقانوني تګ په هڅه کې ۶۰ کسان نیولي

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست ویلي چې له ۶۰ ډېر هغه مسافرین او کسانیې نیولي چې غوښتلیې له هرات څخه غیرقانوني ډول ایران ته واوړي.
دغه اداره وايي چې دا کړنې د انسانقاچاق، غیرقانوني تګ راتګ او د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره ترسره شوې دي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې دا اقدامات د سرحدي بېنظمۍ او د انسانقاچاق د مخنیوي په خاطر ترسره کېږي، خو خپلواکې راپورونه ښيي چې د حکومتولۍ ګډوډ وضعیت، د قانوني تګلارو نشتون او اقتصادي فشارونه لامل شوي چې ډېر افغانان د هېواد پرېښودو لپاره غیرقانوني لارې وکاروي.
طالبان دا کسان په داسې حال کې نیولي چې تر دې دمهیې د مهاجرت د بحران مدیریت او د پولو ته نږدې اوسېدونکو د وضعیت د ښه والي لپاره کوم منسجم حللاره نه ده وړاندې کړې. حقوقپوهان او د بشري حقونو ادارې اندېښنه لري چې نیول شوي کسان ممکن له قانوني بهیره تېري او د دفاع له حق پرته، په ناڅرګنده وضعیت کې واوسيږي.




