امنیت او پېښېمهم خبرونه

امريکا د شپږو افغان مهاجرینو د جرمونو فهرست خپور کړ

د امريکا د کورني امنيت وزارت وروسته له هغه د شپږو افغان مهاجرینو د احتمالي مجرمانه فعاليتونو فهرست تازه او خپور کړی، چې محمد داوود الکوزی ونیول شو او رپوټونه د یادو کسانو په جرمونو خپاره شول. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې له ۲۰۲۱ کال وروسته، د افغان مهاجرینو د منلو او د هغوی د شاليد څېړنو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

د ياد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا کسان په ګڼو جرمونو لکه د پوليسو پر ځواکونو ډزې، جنسي تېري، له ترهګريزو ډلو سره همکاري او امريکا ته ناقانونه ننوتو تورن يا محکوم شوي دي. د امريکايي چارواکو په وینا، ځينې له دغو کسانو سره د جرمونو سابقه موجوده ده، خو بيا هم امريکا ته د ننوتو اجازه ورکړل شوې او آن لنډمهاله استوګنه ورکړل شوې.

په دغو کسانو کې، جمال ولي په ورجينيا ايالت کې پر دوو پوليس افسرانو ډزو تورن و او د متقابلې ډزې پر مهال ووژل شو. ويل شوي چې هغه له طالبانو سره د نه همکارۍ باندی پښېمانه و. دوه تنه نور، عبدالله حاجي‌زاده او ناصر احمد توحيدي، د اوکلاهاما په ايالت کې نيول شوي. ويل کېږي چې دوی د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو پر ورځ د ترهګري بريد پلان درلود.

په نورو پېښو کې، محمد خروين نومی کس چې د ترهګرۍ د څار په فهرست کې شامل و، په ۲۰۲۴ کال کې د سرحدي ځواکونو له خوا نيول شوی، خو بيا هم د امريکا خاورې ته دننه شوی او وروسته بیا په ۲۰۲۵ کال کې بېرته ونیول شو. جاوید احمدی، بل مهاجر چې له مخکې حقوقي سوابق يې درلودل، تر هغه پورې په امريکا کې اوسېده تر څو د تاوتریخوالي له امله محکوم شو.

په فهرست کې دوه جدي جنسي تېري هم ذکر شوي. بحرالله نوري تورن دی چې د ويسکانسن په مهاجري کمپ کې يې هڅه کړې وه يو ماشوم ته جنسي زورزیاتی وکړي. همداراز، ذبيح‌الله محمد د مونتانا په ايالت کې د يو تنکي ځوان پر جنسي تېري تورن شوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په خپله اعلامیه کې دا موارد د امریکايي مېلمه‌پالنې پر وړاندې «توند غبرګون» بللي او پر مهاجرو د ارزونې ناقص بهير يې نقد کړی دی. له دې سره هم‌مهاله، د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغانستان د پاسپورټ لرونکو کسانو لپاره د ويزې ورکول يې ځنډولي.

که څه هم امريکايي چارواکي وايي چې د افغانستان څخه راغلي مهاجر څو پړاوه امنيتي څېړنو ته تېرېږي، خو منتقدان دا هڅې کافي نه بولي او د منلو پر بهير ژوره کتنه غواړي. دا نه ده روښانه چې ياد شوي شپږ کسان ټول تر اوسه بنديان دي او که ځينې يې نورو هېوادونو ته شړل شوي. ځيني قضیې لا هم په حقوقي پروسه کې دي.

د دغو معلوماتو بيا خپرېدل يو ځل بيا پوښتنې راپورته کوي چې آيا د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له له افغانستان څخه د تر ۷۶ زره زياتو کسانو د وتلو بهير کې د امنيتي ارزونو پوره شفافيت مراعت شوی و که نه. طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته پر افغانستان واکمن شول، ډېری افغانان اړ کړي چې هېواد پرېږدي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button