امنیت او پېښېمهم خبرونه

په روسيه کې افغان وګړی د درېو کلونو بند سزا شو

د روسيې د اومسک ښار مرکزي محکمې يو ۲۳ کلن افغان وګړی د چړې په بريد کې د يوې محلي اوسېدونکي د ژوبلو له امله د درې کلونو بند سزا کړې ده.

د روسي مطبوعاتو د راپور له مخې، دا پېښه تېر کال د جولای په ۲۴مه د لينين په سړک کې رامنځته شوې وه، هلته چې تورن کس د يوې شخړې وروسته يو سیمه ییز کس په چړه ژوبل کړی و.

محکمې همدارنګه پرېکړه کړې چې دغه افغان تبعه بايد د پېښې قرباني ته د تاوان په توګه ۷۰۰ زره روسي روبله ورکړي.

د قضايي چارواکو له لوري د شخړې د انګېزې يا د متهم د حقوقي وضعیت په اړه له حکم وروسته نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button