د کندهار د احمدشاه بابا کور له ترمیم وروسته سېلانیانو ته پرانستل شو

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د تاریخي آبداتو ساتنې ریاست اعلان کړی چې د کندهار ښار د احمدشاه بابا د کور د ترمیم چارې بشپړې شوې او دا تاریخي ځای له سهشنبې ورځې څخه رسمي ډول د سېلانیانو پر مخ پرانستل شوی دی.
د یاد وزارت د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د دې تاریخي جوړښت د ترمیم بهیر شاوخوا ۱۷ میاشتې وړاندې پیل شوی و، چې په بشپړ ډول پرې شاوخوا ۱۷.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی؛ دا پیسې د وزارت د اطلاعاتو او فرهنګ له داخلي بودیجې برابرې شوې دي.
د احمدشاه بابا کور د کندهار له تاریخي نښو څخه ګڼل کېږي چې په بخارایي معمارۍ جوړ شوی دی. دا ودانۍ دوه پوړه او یو زیرخونه لري، او په ټوله کې شپږ لوی او دوه کوچني کوټې لري.
سره له دې چې د دې ډول تاریخي ودانیو ترمیم د هېواد د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره مهم بلل کېږي، فرهنګي کارپوهان ټینګار کوي چې د تاریخي آبداتو دوامداره ساتنه د شفافیت، مسلکي مدیریت او منظم عامه لاسرسي اړتیا لري؛ هغه مسایل چې په تېرو کلونو کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اندېښنې وړ ګڼل شوي دي.




