کویټ د بهرنیو کارګرانو د اقامت نوی محدودیتونه اعلان کړل

د کویټ حکومت د اقامت قانون کې د نوو بدلونونو له مخې، د بهرنیو کارګرانو د هېواد څخه د وتلو او بېرته راتګ مودې لپاره نوي محدودیتونه ټاکلي دي. دا پرېکړه به د زرګونو بهرنیو کارګرو د استوګنې قانوني حالت مستقیم اغېزمن کړي.
د خليج نيوز د راپور له مخې، د دغو بدلونونو له مخې د کورني خدمت کارکوونکي یوازې تر څلور میاشتو پورې پرلهپسې له کویټه بهر پاتې کېدای شي. که د اوږدې رخصتۍ اړتیا وي، نو د کارګر کفیل باید د اړوندو رسمي ادارو له لارې د تمدید قانوني اجازه ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د نورو قانوني اقامت لرونکو کسانو لپاره د کویټ څخه د وتلو اعظمي موده شپږ میاشتې ټاکل شوې ده. کویټي چارواکو خبرداری ورکړی چې له دې مودې زیات بهر پاتې کېدل د اقامت قانوني حالت له جدي خطر سره مخ کولی شي.
دغه نوی تصمیم د بهرنیو کارګرانو په شمول د افغانستان او پاکستان اتباعو باندې، چې د کار، د کورنۍ د لیدنې یا اوږدو رخصتیو لپاره سفر کوي، پراخ اغېز لري او د کویټ د مهاجرینو په ټولنو کې یې اندېښنې راپارولي دي.




