افغان سوداګرو د ازبیکستان سوداګريزې سفرونه زیات کړي

د ازبیکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې، ۳۶۲ زره او ۸۰۰ بهرني وګړي د سوداګرۍ په موخه دغه هېواد ته تللي دي، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲.۷ برابره زیاتوالی ښيي.
په دغو هېوادونو کې افغانستان تر ټولو مخکې دی. د افغانستان اتباعو ۳۳۹ زره او ۵۰۰ سوداګریز سفرونه کړي، چې دا د ټولو ثبت شویو تګ راتګونو ۹۳ سلنه جوړوي. دا شمېرې د افغانستاني سوداګرو مهم رول د سیمې په اقتصادي اړیکو کې برجسته کوي.
له افغانستان وروسته، تاجکستان د ۱۶ زره او ۷۰۰ سفرونو سره په دویم مقام کې دی، او ترکمنستان د ۲ زره او ۷۷۳ سفرونو سره دریم ځای لري. دا شمېرې ښيي چې د ازبیکستان د بهرنیو سوداګریزو تبادلو تمرکز د دې مودې په اوږدو کې د دې هېواد له جنوبي او سیمه ییزو ګاونډیانو سره و.
راپورونه ښيي چې “آیریتوم” ازاده سوداګریزه سیمه، چې د ترمذ ښار ته نږدې موقعیت لري، د دغو سفرونو په جلب کې مهم رول لوبولی دی. دغه سیمه د ۲۰۲۴ ز کال د اګست له میاشتې راهیسې، نژدې ۴۰۰ زره افغانستاني لیدونکي کوربه ویلي، او ویل کېږي چې د “اکفا مدلاین” کلینیک ۸۰ سلنه ناروغان افغانستاني اتباع دي.
د ازبیکستان چارواکو ویلي، د تېرو ۱۳ میاشتو په ترڅ کې، له دغې ازادې سیمې څخه صادراتو ۱۸۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي، او که دا سیمه په بشپړه توګه فعاله شي، نو د صادراتو ارزښت کولی شي تر ۱.۲ میلیارده ډالرو پورې لوړ شي.
د دې بازار د یوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ۷۰ سلنه پېرودونکو د دغه ځای محصولات د نورو بازارونو په پرتله ارزانه بللي دي. همداراز، ډېری ګډونوالو د بازار ۲۴ ساعته فعالیت او د ګمرکي او سرحدي تشریفاتو ساده کول غوښتنه کړې ده.
په همدې تړاو، د دسمبر میاشتې په پیل کې، د ازبیکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف، امر وکړ چې د ترمذ–حیرتان د دوستۍ پل بندر د افغانستان په شمال کې، د ټولو وګړو پر مخ خلاص شي، دغه تګلاره چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې بنده پاتې شوې وه.




