روغتيا

د بلخ ولایت کې له ایرانی شرکتونو سره د درمل واردولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې د خلکو لپاره د درملو ته د لاسرسي د ښه‌والي او د صحي خدماتو د لوړوالي په موخه، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې او یو شمېر ایراني تولیدي شرکتونو ترمنځ په مزارشریف ښار کې د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک موخه دا ښودل شوې چې په بلخ کې د درملو د تولید فابریکو رامنځته کولو ته زمینه برابرې شي، تخنیکي معلومات تبادله شي او د لوړ کیفیت درمل د ځایي بازارونو لپاره برابر شي.

هارون‌رشید قاضي، د بلخ د سوداګرۍ خونې سرپرست، دغه هوکړه‌لیک د شمالي سیمو د درملو په برخه کې د ځان‌بساینې پر لور یو جدي ګام بللی او ویلي یې دي، دا همکاري کولی شي د درملو د تولید او عرضه لپاره نوې زمینه برابره کړي.

د ایراني درملو شرکتونو مسؤلینو هم ژمنه کړې چې د مناسبو قیمتونو په بدل کې معیاري درمل برابر کړي او ویلي یې دي، دوی چمتو دي چې د بلخ له فابریکې لرونکو سره په تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.

بل‌خوا، صدیق محمدی، د بلخ د درملو پلورونکو اتحادیې مشر، دا تفاهم‌یادونه د خلکو د صحي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو مؤثر اقدام بللی او غوښتنه یې کړې چې دا همکارۍ دوام‌دارې او تر منظم څارنې لاندې وي.

سره له دې چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک د معیاري درملو له کمښت او لوړو بیو څخه کړېږي، خو د طالبانو اداره تر اوسه پورې د دوام‌دارو صحي خدماتو او اساسي درملو د برابرولو په برخه کې کومه مؤثره کړنه نه لري. دا ډول تفاهم‌لیکونه، که چېرې مشخص نظارتي جوړښت او عملي ملاتړ ونه لري، نو بې‌اغیزې پاتې کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button