د پخواني نظام دوه پيلوټان بېرته هېواد ته راستانه شول

د افغان شخصیتونو د اړیکو کمیسیون ویلي چې د پخواني حکومت دوه نظامي پيلوټان د دې کمیسیون په منځګړیتوب بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د دې ادارې په وینا، دغو کسانو ته د امنیت کارتونه هم ورکړل شوي دي.
یاد کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو پيلوټانو د تشویق او تماس پروسه د طالبانو د ادارې د اعلان شویو پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شوې او موخه یې د مسلکي کسانو د بېرته راستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرول دي.
راستانه شوي پيلوټان وايي، له کابل د سقوط وروسته یې د هغه څه له امله چې «ناسم تبلیغات» یې بللي، هېواد پرېښی و، خو اوس له بېرته راستنېدو وروسته له کومې ځانګړې ستونزې سره نه دي مخ شوي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې لا هم د بېرته راستنېدونکو کسانو د عملي خوندیتوب او د هغوی د مدني حقونو د تضمین په اړه اندېښنې موجودې دي.
د افغان شخصیتونو د اړیکو کمیسیون ادعا کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې سلګونه د پخواني حکومت لوړپوړي چارواکي، چې بهر ته تللي وو، د دې کمیسیون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. خو خپلواکه ادارې او د ځینو راستنېدونکو کورنۍ څو ځله د لا زیات شفافیت، باور وړ تضمینونو او د طالبانو د ادارې د چلند د څار غوښتنه کړې ده.




