په پروان، پنجشیر او کاپیسا کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۴۳ کسانو مړینه

د پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو د سیمهییزو چارواکو د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په دغو درې ولایتونو کې ۲۵۵ ترافیکي پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۱۴۳ تنه وژل شوي او ۱۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پروان ولایت د ترافیکي پېښو تر ټولو لوړه شمېره لري؛ په دې ولایت کې ۱۲۷ پېښو د ۱۰۷ کسانو ژوند اخیستی او ۱۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي. په کاپیسا کې هم ۹۱ پېښې ثبت شوې چې په کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي. همدارنګه، په پنجشیر کې ۳۷ پېښو د ۱۰ کسانو د مړینې او د ۲۷ کسانو د ټپي کېدو لامل شوې دي.
د پنجشیر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد د ارقامو پخلی کړی او ویلي دي چې د سړکونو تنګي، د وسایطو ګڼهګوڼه او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي د دغو پېښو اصلي لاملونه دي. د هغه په وینا، دا ستونزې په تېرو نهو میاشتو کې د پنجشیر د لسګونو اوسېدونکو ژوند او روغتیا ګواښلې ده.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار هم ویلي چې په روان کال کې د لومړیو نهو میاشتو پر مهال ۱۲۷ ترافیکي پېښې په دې ولایت کې ثبت شوې چې ۱۰۷ تنه یې ژوند له لاسه ورکړی. نوموړي ټینګار کړی چې دغه ارقام په پروان کې د سړکونو د خوندیتوب د اندېښمن وضعیت څرګندونه کوي.
سیمهییز چارواکي د دغو پېښو اصلي لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د تخنیکي روزنې نشتوالی، د کم عمر لرونکو کسانو لخوا موټر چلول او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول ګڼي. د شنونکو په باور، دا حالت د طالبانو د ادارې د نظارت کمزورتیا او د اغېزمنې ترافیکي ادارې د نشتوالي پایله ده.
په همدې حال کې، د پروان، کاپیسا او پنجشیر محلي چارواکي وایي چې د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره د ترافیکي نښو نصب او د رانندګۍ جوازونو وېش ته جدي پاملرنه کوي. د هغوی په وینا، نږدې ۱۰ زره د رانندګۍ جوازونه او د وسایطو د ثبت اسناد په دغو درې ولایتونو کې وېشل شوي چې له مخې یې تر ۲۱ میلیونه افغانیو زیات عاید رامنځته شوی دی. خو ښاریان وایي چې پرته له جدي څارنې او روزنې، دا اقدامات بسنه نه کوي.




