په افغانستان کې د رېل لېږدونو ۱۸ سلنه زیاتوالی؛ د فواید عامې وزارت د پراختیا خبر ورکوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د فواید عامې وزارت چارواکو ویلي چې د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه زیات شوی او دا بهیر لا هم د پراخېدو په حال کې دی.
دغه وزارت وايي، هڅې روانې دي څو د هېواد دننه د رېل پټلۍ پراختیايي پروژې ګړندۍ شي، تر څو افغانان وکولای شي نه یوازې د بهرنیو لارو له لارې، بلکې د هېواد دننه هم د توکو د لېږد لپاره له رېلي شبکې ګټه واخلي.
وزارت زیاتوي چې د رېل پټلۍ پراختیا کولی شي د صادراتو او لېږد لګښتونه راکم کړي او په پایله کې به خصوصي سکتور او د هېواد اوسېدونکي د ارزانو توکو ته اسانه لاسرسی ولري.
خو اقتصادي کارپوهان ټينګار کوي چې د دغو موخو پلي کول شفاف پلان، دوامداره پانګونې او اغېزمنې ادارې ته اړتیا لري؛ هغه مسایل چې په تېرو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له جدي ننګونو سره مخ شوي او همېشه د اقتصادي فعالانو د پوښتنې وړ ګرځېدلي دي.




