متقاعدین: د تقاعدي معاشونو ورکړه ډېره ځنډېدلې، ستونزې مو زیاتې کړې دي

د افغانستان یو شمېر متقاعدین له پرلهپسې ځنډونو سره د خپلو تقاعدي معاشونو نه ورکړې له امله اندېښنه څرګندوي او وایي چې د معاشونو د ارزونې او توزیع پروسه شفافه او منظم نه ده، چې له امله یې د دوی ژوند له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.
د دغو متقاعدینو په وینا، ځینې هغه کسان چې د پخواني حکومت پر مهال د درېو تر څلورو کلونو پورې تقاعدي معاشونه اخیستي وو، اوس د اسنادو تر بیا ارزونې وروسته، له مستحقو کسانو لیست څخه ایستل شوي دي؛ موضوع چې د هغوی پر باور، د متقاعدینو تر منځ پراخ بېباوري او اندېښنه رامنځته کړې ده.
په ورته وخت کې، یو بل شمېر متقاعدین چې د خپلو معاشونو د تعقیب لپاره د تقاعد خزانې ریاست ته مراجعه کړې، د تقاعدي معاش د محاسبې له طرزالعمل سره مخالفت لري او د دغې پروسې پر جدي بیاکتنې ټینګار کوي. هغوی وایي چې اوسنۍ محاسبه عادلانه نه ده او د ډېرو متقاعدینو کاري سابقو سره مطابقت نه لري.
بلخوا، د طالبانو تر ولکې لاندې د مالیې وزارت، پرته له دې چې دقیق شمېر ورکړي، اعلان کړی چې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د متقاعدینو د اسنادو د ارزونې پنځمه مرحله یې پیل کړې ده. وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسنادو مراحل د څو دولتي ادارو په کچه روان شوي دي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، هغه ادارې چې دا مرحله پکې تطبیقېږي عبارت دي له: برشنا شرکت، د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون عمومي ریاست، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، د ملي راډیو تلویزیون خپلواکه اداره، د مالیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت ډګروالان.
خو متقاعدین وایي، چې نږدې څلور کاله کېږي او دوی د خپلو مشروع حقوقو د ترلاسه کولو لپاره څو څو ځله بېلابېلو ادارو، په ځانګړي ډول د مالیې وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) ته مراجعه کړې، خو لا هم اړ دي، چې خپلو حقونو ته د رسیدو لپاره دوامداره مراجعات وکړي؛ چې د دوی په وینا، د طالبانو ادارې د مدیریت او ځوابویلو له جدي ضعف څرګندوي.
د مالیې وزارت ویلي چې د یادو شوو شپږو ادارو متقاعدینو ته د تقاعدي معاشونو ورکړه د روان کال د جدې له ۲۰مې نېټې پیل شوې او تر راتلونکي کال د حمل تر ۳۱مې نېټې به دوام ولري.




