د عقرب په میاشت کې له ۱۸ زره زیاتو کسانو ته د تذکرې خدمات وړاندې شوي

د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب په میاشت کې هغوی ۱۸ زره ۵۷۲ تنو هېوادوالو ته د کاغذي تذکرې اړوند خدمات، هم حضوري او هم غیرحضوري، برابر کړي دي.
د دې شمېر له جملې څخه، ۱۳ زره ۳۷۰ کسانو خدمات د دې ادارې په دفترونو کې حضوري ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې ۵ زره ۲۰۲ تنه نورو غیرحضوري له دغو خدماتو برخمن شوي دي.
د خپرو شوو جزیاتو له مخې، یواځې په کابل ښار کې، ۱۱۷۹ کسانو ته نوې تذکرې ورکړل شوي او ۹۳۲ تنو ته تذکرې مثنی صادري شوي دي. همداراز، ۱۱ زره ۲۵۹ تنو ته د تذکرې د معلوماتو د اصلاح خدمات وړاندې شوي دي.
د غیرحضوري خدماتو په برخه کې، ۲۱۳۸ کسانو ته نوې تذکرې او ۶۸۵ کسانو ته تذکرې مثنی صادري شوي او همداراز، ۲۳۷۹ نورو کسانو د کاغذي تذکرې اصلاح خدمات ترلاسه کړي دي.
د ملي احصایې او معلوماتو اداره د تذکرې د خدماتو وړاندې کولو مستقیم مسؤل دی؛ خو د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه ادارې کړنې له شفافیت، عادلانه لاسرسي او مؤثریت سره اړوند پوښتنو سره مخ دي. د طالبانو د موقتي ادارې تر مشرۍ لاندې، لا هم اندېښنې شته چې دا بهیر سیاسي شوی وي او په ځینو ولایتونو کې د ښاریانو لپاره د لاسرسي ستونزې موجودې دي.




