امنیت او پېښېمهم خبرونه

یو افغان وګړی په امریکا کې د یوې ښځینه سرتېري د وژنې په جرم محکوم شو

د متحده ایالاتو لویې څارنوالۍ یو ۲۹ کلن افغان وګړی رحمان‌الله لکن‌وال د امریکا د ملي ګارډ یوې ښځینه سرتېري سارا بکسټروم د وژنې په تور مجرم پېژندلی دی. دا پېښه د واشنګټن ښار کې شوې ده.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، لکن‌وال د امریکا پر نظامي ځواکونو د ډزو تور لګول شوی او د قانوني څېړنو وروسته، هغه د عمدي وژنې په تور محکوم شوی دی. دغه قضیه د امریکا د ځايي چارواکو او رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

که څه هم د امریکا لویه څارنوالۍ هغه مجرم پېژندلی، خو رحمان‌الله لکن‌وال چې د محکمې مجازي غونډه يې له روغتون څخه تعقیبوله، دغه تورونه رد کړي او ځان يې بې‌ګناه اعلان کړی دی.

دا موضوع په داسې حال کې د امریکايي رسنیو پام ځانته اړولی چې په وروستیو کې د افغان کډوالو سره په لویدیځو هېوادونو کې، په ځانګړې ډول د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، ناعادلانه چلندونه زیات شوي دي. که څه هم انفرادي جرمونه باید په جلا ډول وڅېړل شي، خو د طالبانو د ادارې له‌خوا رامنځته شوې بې‌ثباتۍ او فشارونو ګڼ افغانان اړ کړي چې له وطنه مهاجرت وکړي او په کوربه هېوادونو کې له حقوقي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button