مهم خبرونهنړیوال

پوتین: د دونباس او نووروسیه د آزادولو لپاره له هرې وسیلې کار اخلو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هېواد به یې له هر ډول نظامي او غیرنظامي لارې هڅه وکړي چې دونباس او نووروسیه د اوکراین له کنټروله وباسي. هغه خبرداری ورکړی که د اوکراین پوځ له دغو سیمو ونه وځي، روسیه به له زور کار واخلي.

پوتین د «ایندیا تودي» ورځپاڼې سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د دغو سیمو اوسېدونکي نه غواړي له اوکراین حکومت سره ژوند وکړي، ځکه نو هغوی رفراندوم کړی او د جلا کېدو پرېکړه یې کړې. ده زیاته کړه: “که د اوکراین ځواکونه د دغو خلکو له خاورې ووزي، موږ به نظامي اقدام ونه‌کړو؛ خو که هغوی جګړه غوره کړي، موږ به یې ځواب ووایو.”

د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له پيل راپه دېخوا د خپل دریځ په اړه صراحت درلودلی او له اوکرایني لوري سره‌یې هم شریک کړی. پوتین دا هم ویلي چې د مسکو زغم پای ته رسېدلی دی.

د مرکې په بله برخه کې، نوموړي د ښکېلو خواوو ترمنځ د یوې هوکړې ته رسېدو ستونزې ته اشاره کړې، خو هیله‌یې څرګنده کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګډې هوکړې ته د رسېدو هڅه وکړي.

پوتین په مسکو کې له ټرمپ دوو استازو، جارد کوشنر او سټیو ویتکاف، سره د پنځه ساعته لیدنې یادونه وکړه او دا یې “مهمه او رغنده” وبلله. د نوموړي په وینا، په دې ناسته کې پر هغو وړاندیزونو بحث شوی چې پخوا په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوي وو.

پوتین وویل، په دې کتنه کې نږدې ټول مهم موضوعات تر بحث لاندې نیول شوي وو او همدا لامل و چې ناسته اوږده شوه. د روسیې د ولسمشر په باور، د امریکایي استازو ځینې وړاندیزونه د مسکو له لیدلوري سره برابر نه وو، خو د دغو موضوعاتو په اړه هم مفصل بحثونه وشول.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button