امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

په واشنګټن کې یو افغان د داعش خراسان ډلې سره د همکارۍ په تور نیول شوی

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، یو افغان تابع جان‌شاه صفی چې د واشنګټن ډي سي ښار په شاوخوا سیمو کې اوسېده، د داعش خراسان ډلې سره د همکارۍ په شک د امریکا د کډوالو پولیسو له‌خوا نیول شوی دی. یاد وزارت زیاته کړې چې نوموړی له هغه ډلې افغانانو څخه و چې د کابل له سقوط وروسته، د بایدن ادارې له لوري د تخلیې په ترڅ کې امریکا ته انتقال شوی و.

امریکايي چارواکو ویلي، صفی د معتبر اقامت اسنادو پرته په غیرقانوني ډول په امریکا کې اوسېده. د امریکا د کورني امنیت وزارت په رسمي بیان کې راغلي چې هغه د خپل پلار لپاره د وسلو برابرولو کې هم مرسته کړې؛ هغه کس چې په افغانستان کې د یوې وسله‌والې ډلې قومندان یاد شوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د بایدن د ادارې پر پالیسیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې نږدې ۱۹۰ زره افغان اتباع پرته له دقیقې ارزونې او اسنادو امریکا ته ور داخل شوي دي. دغه وزارت اوسنی وضعیت د امریکا د ملي امنیت له سختو کړکیچونو څخه ګڼلی او ویلي یې دي چې د امریکا روان ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روان میلادي کال د جنورۍ راهیسې د دې وضعیت د کنټرول لپاره پراخ اقدامات پیل کړي دي.

د جان‌شاه صفی نیونه په داسې حال کې شوې چې په تېرو ورځو کې د ځینو افغان اتباعو له لوري په امریکا کې امنیتي پېښې راپور شوې دي. یوازې یوه ورځ مخکې، یو تن رحمان‌الله لکنوال چې ویل کېږي مخکې یې له سی‌آی‌اې سره کار کړی و، د سپینې ماڼۍ نېږدې پر ملي ګارد ځواکونو ډزې وکړې.

همدارنګه، د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې داوود الکوزی، چې په تگزاس ایالت کې مېشت افغان تبعه دی، فدرالي محکمې ته را غوښتل شوی. نوموړی د ځانمرګي برید ګواښ، بم جوړونې، او د امریکايي اتباعو د ګواښولو په تور قانوني تعقیب ته سپارل شوی دی.

د افغانانو پراخ شمېر امریکا ته له هغې وروسته داخل شو چې په اګست ۲۰۲۱ کې طالبان پر کابل واکمن شول او امریکايي ځواکونه په بېړنۍ توګه ووتل؛ دا ټول د امنیتي ارزونو پرته ترسره شول. دغه بې‌برخې سیاسی پرېکړې اوس د امریکا لپاره جدي ستونزې پیدا کړې دي، او همدا ډول د طالبانو د اداره بې‌پلان پرېکړې د افغانانو د پراخ مهاجرت لامل شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button