طالب چارواکي: له لس زره اجباري نکاحونو مخنیوی شوی، خلک دې د بهرنۍ مداخلې پر وړاندې ودرېږي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په کابل کې د «اقامه معروفات او د منکراتو له منځه وړل» تر عنوان لاندې غونډې ته د وینا پر مهال لوېدیځ هېوادونه تورن کړل چې د افغانستان د حاکمو جوړښتونو د کمزوري کولو هڅه کوي او له خلکو يې وغوښتل چې د هغه څه پر وړاندې چې هغه يې «د بهرنيو لاسوهنه» وبلله، یو موټی ودرېږي.
حنفي ادعا وکړه چې د هغه تر ادارې لاندې وزارت توانېدلی نږدې لس زره اجباري ودونو ته مخنیوی وکړي او څلويښت زره د کورني تاوتریخوالي قضیې وڅېړي؛ خو د دې ادعاوو د تایید لپاره هیڅ معتبر اسناد یا خپلواکې شمېرې وړاندې نه شوې.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک اوس نور نه غولېږي او باید د یوه «دیوال او سنګر» په څېر د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې ودریږي. شنونکي وايي دا ډول څرګندونې تر ډېره تبلیغاتي رنګ لري او د طالبانو له سختو محدودیتونو سره ځپل شوې ټولنې له واقعیتونو سره لیرې واټن لري.
په دې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، هم ګډون کړی و. هغه ادعا وکړه چې د دوی اداره توانېدلې د هېواد له تجزیې مخنیوی وکړي او د پخوا په پرتله يې بېلابېلو سیمو ته امنیت راوړي. نوموړي د پخوا زمانې یوه تپه شپه انځور وړاندې کړ او ویې ویل چې خلک به له یوه ولایت څخه بل ته د تګ لپاره لسګونه پېژندپاڼې ته اړتیا لرله.
یاده غونډه چې د طالبان د چارواکو او یو شمېر د خلکو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه، د طالبانو د ادارې په وینا، موخه يې د امر بالمعروف وزارت او د پلازمېنې خلکو تر منځ د همغږۍ زیاتوالی و.
ګډونوالو پر دې ټینګار وکړ چې باید شریعت اسلامي په کلکه پلی شي، هغه تګلاره چې تر دې دمه يې، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو محدودولو له امله، دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.




