مهم خبرونهنړیوال

د اسراییلو بې‌پیلوټه برید د جنوبي لبنان ملکي سیمې وځپلې

د جنوبي لبنان سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د اسراییلو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په ښارګوټي الطیبه او د حولا–مرکبا پر لاره برید کړی، چې دا اقدام د اوربند تازه ماتول بلل کېږي. د المنار د شبکې د راپور له مخې، د الطیبه په «حسن بک» میدان کې یو تر جوړېدو لاندې کارځای د بې‌پیلوټه برید مستقیم هدف ګرځېدلی دی. دا برید د هغو عملیاتو د لړۍ دوام بلل کېږي چې د ملکي زیربناوو د له‌منځه وړلو لپاره ترسره کېږي. همدارنګه، د اسراییلو یو شمېر سرتېري نن سهار د حولا–مرکبا پر سړک ورننوتي او یو درې پوړیز کور یې الوزولی دی. تر د دې خبر د خپرېدو پورې، سیمه ییزو سرچینو د انساني تلفاتو یا مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړي. دا پېښې په داسې حال کې رامنځته شوې چې د اسراییلي ټلوېزیون ۱۴ کانال یو خبریال ویلي، کېدای شي جګړې د حزب‌الله سره زور واخلي، او ادعا یې کړې چې د اسراییلو پوځ د پراخو بریدونو لپاره چمتووالی نیولی دی. نژدې له یوه کال وروسته چې په جنوبي لبنان کې اوربند ټینګ شوی، د لبنان حکومت او د هغه د مقاومت ځواکونه په دې تړون د خپل ژمن پاتې کېدو ټینګار کوي، خو د اسراییلو پرله‌پسې بریدونو د سرحدي ښارونو او کلیو پر ضد، د اوربند د دوامداره نقض په اړه نیوکې زیاتې کړې دي. په همدې تړاو، د حزب‌الله مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم په خپل وروستي وینا کې ویلي چې اسراییلو تر اوسه زرګونه ځلې اوربند مات کړی، داسې څرګندونې چې یو ځل بیا د جنوبي لبنان د سرحدونو د نه‌ثبات اندېښنې زیاتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button