عبدالغني برادر: په افغانستان کې هېڅ مخالف جریان نهشت

عبدالغني برادر، د طالبانو د ادارې د رئيسالوزيران اقتصادي مرستيال، اعلان کړی چې په اوسني افغانستان کې هېڅ موازي يا مخالف سياسي جريان نهشته چې د طالبانو واکمني له ګواښ سره مخامخ کړي، او د ده په وينا، د هېواد سياسي حالت باثباته دی.
دغه طالب چارواکي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د «دارالعلوم اسلامي قندهار» د لومړۍ دورې د فراغت په مراسمو کې وکړې. نوموړي وويل، په افغانستان کې اوسنی سياسي واک «ثابت او متعادل» دی او د ده په باور، د اقتصادي پرمختګ او د بېلابېلو برخو د ګډون لپاره زمينه برابره شوې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له طالبانو د واکمنۍ له بيا پيل څلور کاله تېر شوي، خو لا هم د طالبانو اداره نه ملي او نه هم نړيواله مشروعيت لري، او يوازې يو هېواد په رسمي ډول دغه اداره په رسميت پېژندلې ده. هممهاله، بېلابېل راپورونه ښيي چې د طالبانو پر ضد پوځي او سياسي ډلې لا هم فعالې دي؛ يو هغه موضوع چې د طالبانو د مخالف جريان د نهشتوالي ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.
نړۍ واله ټولنه هم د طالبانو له ادارې سره رسمي اړيکې د يوه همهشموله حکومت د جوړېدو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو بنديزونو د لغوه کېدو پورې تړلې دي. دغه محدويتونه د اساسي حقونو د جدي نقض له مواردو څخه شمېرل کېږي او لا هم د طالبانو لپاره د سياسي او ديپلوماټيکو ننګونو له مهمو برخو څخه دي.
عبدالغني برادر د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې افغانستان د سيمې او نړۍ لپاره «يوه لويه اقتصادي او سياسي موقعه» وبلله او خبرداری يې ورکړ چې دغه موقعه بايد په ګواښ بدله نهشي. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو په وينا، د عمومي امنيت او سياسي ثبات ټينګښت د پانګونې، اقتصادي همکاريو او سيمهييز ګډون لپاره مناسب شرايط رامنځته کړي دي.
د طالبانو د ادارې اقتصادي مرستيال له نړيوالو هېوادونو وغوښتل چې د «بېباورۍ او فشار» پر ځای له افغانستان سره رغنده تعامل ولري او له موجودو اقتصادي فرصتونو ګټه پورته کړي. دا غوښتنه د روانو سياسي او ټولنيزو محدويتونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو پر وړاندې، له امله د نړيوالې ټولنې د محتاط غبرګون سره مخ ده.




