مهم خبرونهنړیوال

په ۲۰۲۵ کال کې د اسرائیلي پوځ د ځان وژنو شمېر تر ټولو لوړ شوی

د اسرائیلي سرچینو د راپور له مخې، کال ۲۰۲۵ د اشغالګر اسرائیلي پوځ لپاره د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د ځان وژنو له پلوه تر ټولو بد کال بلل شوی دی. د دغه آمار له مخې، په دې کال کې ۲۲ سرتېرو ځانونه وژلي دي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د فلسطین د اطلاع‌رسونې مرکز د راپور پر بنسټ، وروستی ځل چې د اسرائیلي پوځ د ځان وژنو کچه دې کچې ته رسېدلې وه، هغه کال ۲۰۱۵ و، کله چې ۲۸ پوځیان خپل ژوند ته خاتمه ورکړې وه. د غزې جګړې تر پیل وړاندې په تېره لسيزه کې د دې پوځ د ځان وژنو کلنی اوسط شاوخوا ۱۲ تنه راپور شوی و.

د دغه آمارو جزئیات څرګندوي چې په ۲۰۲۵ کال کې یو رسمي افسر، ۹ د زېرمو ځواکونه او ۱۲ د مکلف خدمت سرتېري ځانونه وژلي دي. د واحدونو له مخې، ۱۲ تنه د جګړه‌ییزو قطعو، پنځه تنه د ملاتړ څانګو او پنځه نور د غیرجګړه‌ییزو واحدونو اړوند وو.

دغه راز ویل شوي چې له دغو ۲۲ پېښو څخه ۱۴ یې د پوځ له اډو دباندې او اته یې د اډو دننه شوي دي. د همدغه راپور له مخې، له دغو پوځیانو پنځه تنه مخکې له دې د پوځ د رواني پاملرنې په څانګه کې دوسیې لرلې.

دغه شمېرې په ښکاره ډول د اسرائیلي پوځ په منځ کې د ځان وژنو د اندېښمن زیاتوالي ښکارندوی دي. په تېرو درې لسیزو کې د ځان وژنو شمېر کلني له ۵۰ تر ۷۰ پېښو تر منځ ثبت شوی، او د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۱ کلونو پورې هر کال د ۲۶ تر ۲۸ پېښو پورې راپور شوی. دا شمېر په ۲۰۱۷ کال کې ۱۶ ته راکم شو، خو په ۲۰۱۸ کال کې بېرته ۱۹ ته لوړ شو. له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې تر د کال تر پایه اووه پوځیانو ځانونه وژلي وو، او دا شمېر په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې په ترتیب سره ۲۱ او ۲۲ ته لوړ شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button