د طالبانو د صنعت وزیر د اقتصادي همکارۍ سازمان غونډې لپاره ترکیې ته سفر کړی

نورالدین عزیزی، چې د طالبانو ادارې لهخوا د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټاکل شوی، د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر کړی دی. د طالبانو تر ولکې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دا سفر د ترکیې د حکومت په رسمي بلنه ترسره شوی دی.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، عزیزی به د ایکو وزیرانو غونډې تر څنګ، د ۲۰۲۵ کال د استانبول د نړیوال حلال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي. یاد نندارتون د حلالو محصولاتو له لویو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي.
پلان ده چې عزیزی به د دې سفر په ترڅ کې د ترکیې د خصوصي سکتور له استازو سره هم وویني او د افغانستان د احتمالي پانګونې په فرصتونو ورسره خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ادارې ته د نړیوال مشروعیت نشتوالی او د هېواد خراب اقتصادي او حقوقي وضعیت د افغانستان لپاره د بهرنیو پانګونو لاره له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.
د طالبانو لخوا د سیمهییزو غونډو ګډون داسې مهال کېږي، چې ډېری افغانان د ازادیو په محدودیت، اقتصادي بحران او د قانوني نظام په نشتون نیوکه کوي او دا ډول هڅې بېپایلې ګڼي.




