ټولنه‌یزمهم خبرونه

د بشر حقونو فعالان: پوهنتونونه د طالبانو تر واک لاندې د فشار او ځپنې مرکزونه شوي

د نړیوالو محصلینو د ورځې په مناسبت، د بشر حقونو د فعالانو اتحاد په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې محصل اوسېدل د جرم معنا پیدا کړې ده، او د لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

یادې اعلامیې چې د یکشنبې په ورځ، د لړم ۲۵مه خپره شوې، خبرداری ورکړی چې طالبان د نجونو له زده‌کړو محرومول، د پوهنتونونو دروازې تړل، تحصیلي څانګې محدودول او د خپلواکو استادانو تصفیه کول، د افغانستان په معاصره تاریخ کې د زده‌کړو پر حق یو بې‌سارۍ یرغل رامنځته کړی دی.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ښځو له زده‌کړو سیستماتیک حذف، علمي جوړښتونه ویجاړول او د تعلیمي مرکزونو ایدیولوژیک فشار، د فرهنګي نسل‌وژنې، د جنسیتي آپارتاید او د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړاوي بڼه لري.

د بشر حقونو د فعالانو اتحاد زیاته کړې چې دا ډول کړنې د افغان ځوان نسل هویت، ژبه، کلتور او راتلونکي ته زیان رسوي او موخه یې د یوې ملت فکري ظرفیت او بیداري چوپه ول ده.

یاد اتحاد له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو کړنې د محصلینو پر وړاندې د فرهنګي نسل‌وژنې په توګه وپېژني او د عاملانو محاکمه د نړیوالو محکمو له لارې تضمین کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button